د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل ټویټر پاڼې لېکلې چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو د خلکو ژوند اغېز من کړی دی.
د شویپ په خبره، خلک نور له دې حاله ستړي شوي دي او اوس مهال د خوړو له کمښت، بې وزلۍ او مختلفو ناروغیو سره لاس و ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو په بنسټ، ۱۹ میلیونه افغانان کافي خواړه نه لري او ۶ ملیونه نور بیا د لوږې له خطر سره مخ دي.