د راپور له مخې، دغه چاودنه پرون مازیګر د جنوبي وزیرستان په چمکالۍ سیمه کې شوې ده.
یو پاکستاني پولیس افسر سلیم مروت ویلي، د چاودنې هدف پخواني پنځه افراطي وسله وال وو، چې تازه له حکومتي ځواکونو سره ملګري شوي دي.
د مروت په وینا پېښه کې یو پولیس هم وژل شوی دی.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.