پاکستان: د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره په یوازې سر اقدام نه کوو

پاکستان: د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره په یوازې سر اقدام نه کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، پاکستان به د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره په یوازې سر اقدام ونه کړي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې  زرداري دا خبره  پرون جمعه په یوه کنفرانس کې د خپل حکومت د بهرنۍ پالیسۍ شپږو میاشتو ته د کتنې پر مهال  وکړه.

که څه هم  افغانستان کې  د ا.ا له بیا واکمنېدو ۱۵ میاشتې پوره شوي، خو د پاکستان په ګډون چې د ا.ا یو سخت ملاتړی دی، د نړۍ یوه هېواد هم د ا.ا  په رسمیت نه دی پېژندلی.

په  قطر کې بیا د ا.ا  دفتر ویاند محمد نعیم وردګ تېره پنج شنبې ویلي، هڅې روانې دي تر څو د دوی  حکومت په رسمیت وپېژندل شي.