د قطر یو ډیپلومات وايي، هېواد یې د افغانستان سولې، سوکالۍ او ثبات ته ژمن دی، خو په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ته اندېښنې لري
په ملګرو ملتونو کې د قطر د ډیپلوماتیک ماموریت درېیم سکرټر شیخ جاثم عبدالعزیز الثاني، امنیت شورا ته وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي، امنیتي او د بشرحقونو د بحران په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.
دغه قطري ډیپلومات د ا.ا څخه هم غوښتې دي چې د دوحې موافقې تطبیق ته خپل ښه نیت وښيي او په ځانګړي ډول د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې او بشري حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
ا.ا سره له دې چې له څه باندې ۱۵ میاشتو راهیسې تر شپږم ټولګۍ پورته انجونو ته د تعلیم اجازه نده وکړې، پر ښځو یې نور محدویتونه هم لګولي دي، چې د ا.ا دغه اقدامات پر دوی د سختو نیوکو سبب شوی دی.