عمران خان:احتمال شته چې راباندې بیا برید وشي

عمران خان:احتمال شته چې راباندې بیا برید وشي

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، داسې احتمالي خطر شته چې بیا راباندې برید وشي.

دا خبرې ښاغلې خان د فرانسې له ۲۴ ټوډې سره  په مرکه کې د د احتمالي خطر پوښتنې ته په ځواب کې کړي دي نوموړي وویل: ”له بده مرغه داسې احسوسوم چې دا هڅه یو ځل بیا کېدونکې ده زما ژوند اوس هم له خطر سره مخامخ دی، دې خلکو غوښتل ما له منځه یوسي، ځکه زما  د ګوند پلویان پاکستان کې تر ټولو ډېر دي.

د یادونې ده، چې د نومبر پر درېیمه د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر عمران خان د احتجاجي لاریون پرمهال ډزې وشوې او نومړی ټپي شو.

عمران خان لومړي وزیر شهباز شریف، کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پوځي استخباراتو ادارې ‘ای اېس ای’  یوه تورن جنرال فیصل نصیر يې دې قضیې کې ښکېل ګڼلې وو او د هغوی د استعفا غوښتنه یې کړې وه.