د ناټو سرمنشي: د پولنډ پر خاوره لګېدلي توغندي قصدي عمل نه و

د ناټو سرمنشي: د پولنډ پر خاوره لګېدلي توغندي قصدي عمل نه و

د ناټو سرمنشي او د پولنډ ولسمشر وايي چې د پولنډ پر خاوره لګېدلي توغندي قصدي عمل نه و او ښایي د اوکراین د هوایي دفاع توغندي وي

د پولنډ ولسمشر اندری دودا پرون وویل، د هغو اطلاعاتو له مخې چې دوی ترلاسه کړي دي او ناټو یې هم لري( ایس درې سوه) توغندي په شوروي اتحاد کې جوړېدل خو داسې کوم شواهد نه‌شته چې دا توغندي دي د روسي پوځیانوله لورې ویشتل شوي وي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم وویل چې د نومبر په پنځلسمه اوکراینې پوځیان ښایي د روسیي توغندیو د مخنيوی لپاره ډزې کړې وي او دا توغندي به د پولنډ پر خاوره لګېدلي وي.

تر دې مخکې روسیې هم دا خبره رد کړې وه چې د ناټو غړی هېواد، پولنډ یې پر توغندیو ویشتلی دی.