د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف رسنیو ته وویل چې د افغان لوبغاړو د ګټلو چانس ډير دی.
نوموړی وايي: “افغانستان د اوس لپاره درېيمه لوبډله ده. که چېرته دا لوبه وګټو اتلولي به زموږ شي، که مساوي شو ډېر چانس به پیدا کړو چې دوهم شو، که لوبه بایلو بیا به هم په جدول کې درېیم شو.”
تر څوارلس کلونو د لږ عمره لرونکې افغان ملي لوبډله د کافا یا د مرکزي اسیا د فوټبال اتلولیو په ترڅ کې د ایران او ترکمنستان لوبډلو ته ماتې ورکړې ده .او پرون یې له ازبکستان څخه یو صفر لوبه بایللې ده