په افغانستان کې د دې ټولنې د ادارې لخوا په یوه لیکل شوي ټویټ کې راغلي چې دا مرستې پرون په الوتکه کې کابل ته ورسېدې.
اروپایي ټولنې تر دې دوې ورځې مخکې له بېوزلو افغانانو سره د پنځه اویا میلیونه یورو مرستې کړي وې.
تېره اونۍ د خوړو نړیوال پروګرام هم تایید کړه چې د اروپایي ټولنې پنځوس میلیونه یورو مرسته یې ترلاسه کړې ده.