د ا.ا یو چاواکي له پاکستانه غوښتنه کړې چې هغوې افغانانو ته دي اجازه ورکړي چې دې هیواد ته د درملنې لپاره ځي

د ا.ا یو چاواکي له پاکستانه غوښتنه کړې چې هغوې افغانانو ته دي اجازه ورکړي چې دې هیواد ته د درملنې لپاره ځي

د ا.ا یو چارواکي له پاکستانه غوښتي چې افغانانو ته اجازه ورکړي تر څو د درملنې او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.

 د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره د غونډې پرمهال له اسلام اباده وغوښتل چې هغو افغانانو ته اجازه ورکړي چې د درملنې لپاره یا د خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته ځي.

د سپین بولدک-چمن لاره د هغه وروسته د مسافرو پر مخ وتړل شوه چې تېره یکشنبه د نښتې په ترڅ کې یو پاکستانی پوځي ووژل شو او دوه نور تپيان شول.

تر دې پېښې وروسته په چمن کې د پاکستان د کمیسارۍ مرستیال عبدالحیمد زهري وویل چې لاره به تر هغه بنده وي چې د پاکستاني سرتیري قاتل نه وي ورسپارل شوی.

ا.ا د دې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی هم ټاکلې دی خو تر اوسه د دې پلاوي د کار نتیجه نه‌ ده معلومه شوې.