پاکستان وايي د چمن دروازه به تر هغه خلاصه نه کړي چې ا.ا یې شرط نه وي منلي

پاکستان وايي د چمن دروازه به تر هغه خلاصه نه کړي چې ا.ا یې شرط نه وي منلي

د پاکستان یو سرحدي چارواکی وایي، د چمن دروازه به تر هغه خلاصه نشي چې ا.ا د  پاکستاني پوځي قاتل ور ته سپارلی نه وي.

د چمن او سپین بولدک تر منځ دغه دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې په ظاهره د ا.ا یو سرتیري د پاکستان پر سرحدي پوځیانو ډزې پیلې کړې او یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

په چمن کې د پاکستان د کمېسارۍ مرستیال عبدالحمید زهري رسنیو ته ویلي، دغه لاره به هغه وخت د سوداګرۍ لپاره بېرته پرانیستل شي چې د برید مسوول ورته وسپارل شي.

د نوموړي په وینا، د چمن دروازه پرون مازدیګرد عامو خلکو په مخ د لنډې مودې لپاره خلاصه شوه، خو سوداګریزو موټرونو ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شوه.

چمن او تورخم د پاکستان سره د افغانانو د تګ را تګ عمده لارې ګڼل کیږي خو د ا.ا له واکمنۍ راهیسي د دواړو لورو مسافرین وخت نا وخت د پاکستاني مسوولانو له ناوړه چلنده شکایت کوي.