د امریکا په ټکزاس ایالت کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال دوه پخوانۍ الوتکې د یوې نندارې پر مهال هوا کې له جنګېدو وروسته رالویدلې دي.
ویډیوګانو کې ښکاري چې دوې الوتکې په ټیټه ارتفاع الوتنه کوي،خو دغه الوتکې تر ټکرېدو وروسته په منځ نیمېږي او د ځمکې په لور رالویږي.
دا پېښه ډیلس ښار ته نږدې د پخوانی سرتېرو په یاد جوړه شوې نندارې کې رامنځته شوې ده.
په جنګېدلو الوتکو کې یوه بوینګ ‘بي-۱۷ فلاینګ فورترېس’ او بله ‘پي-۶۳ کېنګ کوبرا’ الوتکه ده.
تر اوسه لا نده څرګنده چې په دوغو الوتکو کې څو کسان سپاره وو او یا دا چې چاته د مرګ ژوبلې تاوان رسېدلې که نه.
امریکا کې د هوايي چلن فدرال اداره وايي د دې پېښې په تړاو څېړنې کوي.