د اسلامي همکاریو سازمان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی تر څو پر مهمو سیاسي، حقوقي او بشري مسایلو خبرې وکړي

د اسلامي همکاریو سازمان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی تر څو پر مهمو سیاسي، حقوقي او بشري مسایلو خبرې وکړي

دغه سازمان په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دې ادارې ځانګړی استازی طارق علي بخیت کابل کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د عدلیې وزیر عبدالحکیم سره لیدلي دي.

په بیان کې راغلي چې په دې لېدنه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو د پرېکړه لیک سره سم ، د افغانستان پر سیاسي، بشري، اقتصادي او حقوقي مسایلو بحث شوی دی.

ښاغلی طارق علي بخیت پرون د ورځې په جریان کې د پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي سره هم لیدلي دي.

کرزي په خپل فېسبوک کې لیکلي چې تعلیم د بشري ټولنې د ودې او پرمختک بنسټ ګڼل کیږي او د اسلامي همکاریو د سازمان څخه یې غوښتنه کړې تر څو افغانستان کې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.