د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د پوليو د ‌لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د پوليو د ‌لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، تر هغه به په افغانستان کې د پولیو پر ضد هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دغه ناروغۍ په بشپړ توکه افغانستانه کې له منځه تللې نه وي.

د دغه سازمان افغانستان  څانګې پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي دي، په افغانستان کې  د  ګوزڼ ناروغۍ ورکېدا به له موږ سره مرسته وکړي چې له نړۍ څخه د دغې ناروغۍ ورکېدو ته نږدې شو.

اوسمهال کې پر افغانستان سربېره پاکستان هم د ماشومانو له دغې فلج کونکې ناروغۍ سره مخامخ دی.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې او په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د  له منځه وړلو لپاره هر کال له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسینونو کمپاینونه جوړیږي چې په ترڅ کې یې ملیونونو کوچنیانو ته د دغې ناروغۍ په وړاندې واکسین لګول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هغو لګښتونو ته په پام چې په نامحدود ډول  د پولیو د مهارولو لپاره لګیږي، تر۲۰۵۰ کال پورې مجموعي توګه ۱۴ ملیارډ ډالره سپما ته اړتیا لري.