د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د کابل نيوز ټلوېزيون پر بندېدو خواشيني څرګنده کړه

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د کابل نيوز ټلوېزيون پر بندېدو خواشيني څرګنده کړه

دغې ادارې پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، تر یوې لسیزې نشراتو وروسته د دغه ټلوېزیون د خپرونو بندېدل به په افغانستان کې د راپور ورکولو په ډګر کې به تښه رامنځته کړي.

ویل شوي کابل نیوز ټلوېزیون له پرون سې شنبې راهیسې د موجودو فشارونو له کبله خپلې خپرونې بندې کړي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په وروستیو میاشتو کې ګڼې نورې رسنۍ هم په ځانګړي ډول ولایتي رسنۍ د ډېرو ننګونو وروسته تړل شوي یا په مالي لحاظه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.