دغه کسان د ترکیې د شمال په یوه کان کې د چاودنې په تړاو نیول شوي چې تېره میاشت یې په نتیجه کې ۴۱ کسان ووژل شول.
انادولو اژانس پرون سې شنبه راپور ورکړ، چې په بارتین ښار کې په نیول شویو کسانو کې د کان د مدیر جهاد اوزدیمیر تر څنګ د هغه مرستیالان او د کان انجنیران شامل دي.
اژانس وايي، ۱۶ نور کسان له توقیف ځایه خوشي شوي دي.
حکومت تېره اوونۍ د څېړنو په لړ کې ۲۴ کسان نیولي وو.
په لومړنیو څېړنو کې معلومه شوه، چې د ګازو د لیک کېدو او د ساه اخیستلو په برخه کې د مسایلو په وړاندې د بېغورۍ تر څنګ مسؤلانو بې پروايی کړې وه ، ځکه نو د اکتوبر پر ۱۴مه چاودنه رامنځته شوه، چې ډېرې کان کېندونکو پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړ.