د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استول شوي پېغام کې ویلي دي چې، چاودنه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په کارته مامورین سیمه کې د کلیو د پراختیا د وزارت د کارکوونکو پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې ده.
ښاغلی ځدراڼ ویلي دي، ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.