پرون د لومړي ځل لپاره مولداوا وروسته تر هغه د روسیې یو ډيپلومات اخراج کړ چې د اوکراین له خوا د روسیې یو پرځول شوی توغندی د مولداوا د شمال په یوه کلي راپرېوت.
د توغندي غورځېدو که څه هم مرګ ژوبله نه درلوده ، خو په سیمه کې یې د څو کورونو کړکۍ ماتې کړي دي.
د مولداوا له خوا د روسي ډيپلومات تر اخراج څو ساعته وروسته مسکو هم خبر ورکړ چې یو مولداوایی ډيپلومات یې له خپل هیواده ایستلی دی
روسیې پرون یو ځل بیا پر اوکراین لسګونه توغندي وتوغول چې تر ډېره یې هدف د انرژۍ تاسیسات وو.