امریکا وایي که ا.ا غواړي د نړۍ باور خپل کړي نو باید دي خپلې کړنې سمې کړي

امریکا وایي که ا.ا غواړي د نړۍ باور خپل کړي نو باید دي خپلې کړنې سمې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، ا.ا باید د نړۍ باور خپل کړي او دوی دا کار یوازې د خپلو کړنو له لارې کولای شي.

 دا خبرې نېډ پرایس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون رسنیو ته په وینا کې کړي دي.

هغه وویل، په کابل کې د القاعده شبکې مشر ته په پناه ورکولو سره ا.ا د دوحې تړون او له نړیوالو سره د افغانستان د خاورې د خوندیتوب په اړه له خپلو کړو ژمنو سرغړونه کړې ده.

د پرایس په خبره، دا واضح ده چې امریکا او نړیوال متحدین به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي او دوی او نړیوالو همکارانو ته یې ګواښ پېښ کړي.

د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانانو بشري حقونه، د نجونو ښوونځي او د مذهبي او قومي لږکیو ازادي هم د اندېښنې وړ وبلله.