د هند سره د سوداګرۍ د ودې لپاره هوایي دهلیز بېرته پرانیستل شو

د هند سره د سوداګرۍ د ودې لپاره هوایي دهلیز بېرته پرانیستل شو

د هند سره د سوداګرۍ د ودې لپاره ا.ا هغه هوايي دهلیز بېرته پرانیستې چې په ۲۰۱۹ کې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت بنسټ ایښی و.

د ا.ا چارواکي وايي له دې لارې ځينې توکي هندوستان ته رسېدلي هم دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، د دوی حکومت د یوه تړون له مخې د هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخول غواړي.

ښاغلی جواد وایي “په دې وروستیو کې له هند سره یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې موږ کولی شو د هوايي دهلیز له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړو. له مختلفو لارو له هندوستان سره زموږ سوداګري دوام لري او هڅه مو داده چې سږ کال د تېر په پرتله هند ته زموږ سوداګري او د سوداګریزو توکو صادارات ډېر شي.”

ا.ا له هند سره د پراخو تړونونو درلودل د افغانستان په ګټه بولي.

رپوټونه وايي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ کلنۍ سوداګري تېرو کلونو کې یو نیم میلیارد ډالره ته رسېده خو د ا.ا  واک ته تر رسېدو وروسته دا کچه ۲۴ میلیونو ته راټیټه شوې ده.