د اوکراين د جګړې له پېله د روسیې په میلیاردونو یورو شتمنۍ کنګل شوې ده

د اوکراين د جګړې له پېله د روسیې په میلیاردونو یورو شتمنۍ کنګل شوې ده

د اروپایي ټولنې د عدلي چارو  کمېشنر وايي، پر اوکراین د روسیې د برید له پېله تر اوسه د روسیې په میلیاردونو یورو شتمنۍ کنګل شوې ده.

دیدیر رینډیرز پرون په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې تر اوسه د نوي کسانو شتمني چې تر ۱۷ میلیارده یورو ډېره ده، د اروپایي ټولنې په اوو هېوادونو کې کنګل شوې ده چې یوازې دوه اعشاریه دوه میلیارده یورو په جرمني کې منجمده ده.

اروپایي ټولنې له څه باندې اتو میاشتو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، پر روسیې اته ځله بندیزونه لګولي دي.