نن د افغانستان بانک ۱۱ میلیونه امریکایي ډالر په ازاد بازار کې لیلاموي

نن د افغانستان بانک ۱۱ میلیونه امریکایي ډالر په ازاد بازار کې لیلاموي

د دې مزایدې خبر باختر اژانس پرون په خپل ټوېټر پاڼه کې خپور کړی وو.

د تېر یو کال راهیسې چې ا.ا کابل نیولی دی، د افغانستان بانک نږدې هره اوونۍ د افغانۍ د ثبات لپاره ازاد بازار ته ډالر د لیلام لپاره وړاندې کوي.

د دې ډالرو سرچینه نه ده معلومه او ا.ا هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي چې دوی څرنګه ترلاسه کړي دي.