د راپورونو له مخې په دغه شرکت کې د غوړو او د کاغذو تولید پیل شوی او په نږدې راتلونکې کې به یې تولیدات بازار ته وړاندې شي.
د سپین زر دولتي شرکت چې یو وخت یې په زرګونه کارګران درلودل، خو د تېر جمهوري نظام په شل کلنه موده کې یې د بیا فعالېدوهڅې نتیجه نه وه ورکړې.
د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل یې لوټ او کارکوونکي یې بې دندې شول