د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده د ادعا له مخې د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې ترهګرې ډلې ځای په ځای کیږي

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده د ادعا له مخې د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې ترهګرې ډلې ځای په ځای کیږي

د تاس خبري آژانس د راپور له مخې هغه دا خبرې په پلازمېنه دوشنبې کې له تروریزم سره د مبارزې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ یوې غونډې ته وکړې.

رحیمزاده ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې له تاجکستان سره پولې لري، جهادي مدرسې پرانیستل شوي دي او د دې هېواد له جنوبي او ختیځو ولایتونو څخه ترهګرې ډلې په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای کېږي.

ا.ا  لا تر اوسه د هغه د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي و چې ترهګرو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پرضد  وکاروي.