ا.ا د سترې محکمې د پخواني مشر جنازه افغانستان ته لېږدوي

ا.ا د سترې محکمې د پخواني مشر جنازه افغانستان ته لېږدوي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دوی په متحده عربي اماراتو کې خپل سفارت ته لارښونه کړې چې د جنازې د لېږد لپاره د ښاغلي حلیم له کورنۍ سره په همغږۍ، لازمې کړنې ترسره کړي.

محمد یوسف حلیم د سترې محکمې مشر او پخوانی قاضی القضات د تېرې دوشنبې په ورځ د ۶۳ کلونو په عمر په ابوظبۍ کې وفات شو.

 راپورونه وايي، ښاغلی حلیم د کډوالو په یو کمپ کې د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.