د روسیې له لورې د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن سهار وختي بیا څو هوایي حملې وشوې

د روسیې له لورې د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن سهار وختي بیا څو هوایي حملې وشوې

پر اوکراین د روسیې د تیرې اونۍ په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه نولس کسان وژل شوي و.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر ریس اندرې یرموک په خپلې ټلګرام پاڼه کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې ښار څو چاودنو لړزولی او عیني شاهدانو د درې چادونو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د دغو چاودنو د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي او د کییف ښاروال له خلکو غوښتي چې خوندي ځایونو ته لاړ شي