له ۲۵۰۰ زيات کډوال له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي دي

له ۲۵۰۰ زيات کډوال له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له دوه نیم زرو ډېر افغان کډوال  له ایرانه بېرته خپلو سیموته راستانه  شوي دي.

دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د نیمروز ولایت د وریښمو پول له لارې ۲۶۲۸ افغان کډوال له ایرانه ستانه شول.

خبرپاڼه د نیمروز د کډوالو د ریاست په حواله لیکي، له دې ډلې ۴۷ کورنۍ د مرستو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم ) ته ورپېژندل شوي دي.

خبرپاڼه کې دا نه ‌دي ویل شوي چې دا افغان کډوال په څه ډول او د کوم تفاهم له لارې هېواد ته راغلي، خو تر دې وړاندې ویل شوي چې ټول په جبري ډول ستنول کیږي.