د روسیې په یوه پوځي مرکز کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

د روسیې په یوه پوځي مرکز کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې د روسیې د بلګورود په سیمه کې د پوځي روزنې پر یوه مرکز پرون دو رضا کاره پوځیانو ډزې وکړې چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

د دې وزارت په یوه بیان کې راغلي دي، چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې رضاکارانو د اوکراین د جګړې لپاره روزنه ترلاسه کوله.

راپورونه وايي، کومو دوو رضا کارانو چې ډزې یې کړې وې د ځوابي ډزو پرمهال ووژل شول.