دا خبرې د ا.ا ویاند په ترکیې کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته ورسته له هغې وکړې چې واشنګټن تازه د نجونو د ښونځیو د بندېدو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په تور متحدایالتونو ته د ا.ا د یو شمېر چارواکو پر سفر بندیز ولګاوه.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې په دیاربکر ښار کې د «اتحاد علما و المدارس د نهضت» په نوم د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د دوی حکومت د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته پرانېزي.
ذبیح اله مجاهد پرونۍ غونډې ته وویل چې د نصاب سمون، د ټرانسپورټي وسایلو په چمتوالي او د ښوونځیو د بیلېدو پر سیستم کار روان دی، خو ده دا ونه ویل چې دا کار به کله بشپړېږي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د لېسې د دورې زده کړې په ښوونځیو کې له پخوا بېلې وې او د هلکانو او نجونو مکتبونه جلا وه او په اکثرو پوهنتونو .کې بیا زده کړې یوځای وې