د ا.ا بهرنيو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلې، د امریکا دا پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پرمختګ کې خنډ پېښ کړي.
انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو اقداماتو یادونه وکړه چې له مخې یې د ا.ا پر مشرانو او نورو هغو کسانو چې د سختو پاليسیو او تشدد له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي د امریکا له لورې به د ویزو له بندیز سره مخ کیږي.
بلېنکن هیله مندي وښوده چې نو ر هیوادونه به هم ورته اقدامات وکړي .