سیرهي کیسلیتسیا پرون د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې وویل: “روسیې یوځل بیا ثابته کړه چې ترهګریز دولت دی او باید په پیاوړتیا سره یې مخه ونیول شي.”
ملګرو ملتونو دغه بېړنۍ غونډه پرون وروسته له هغه جوړه کړه چې روسیې د اوکرایین پر څوښارونو له اتیا زیات توغندي وویشتل.
د اواکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دغو بریدونو کې ۱۴ تنه وژل شوي او سل تنه نور ټپیان دي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین بریدونه د ده په ټکو د دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو غچ اخیستنه یاده کړې ده.