د ایران په بوشهر او دماوند کې د پتروشیمي فابریکو کارګران له ورستیو لاریونونو سره یوځای شوي دي

د ایران په بوشهر او دماوند کې د پتروشیمي فابریکو کارګران له ورستیو لاریونونو سره یوځای شوي دي

د ایران په بوشهر او دماوند کې د پتروشیمې فابریکو له زرو ډېر کارګر له هغو لاریونونو سره یو ځای شول چې د ایران د اخلاقي ځواکونو په توقیف کې د حجاب د نه مراعتولو په تور د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو پر سر له څو اوونیو راهیسې پیل شوي دي.

 د راپورونو له مخې د تېلو کار کونکو نن لارې بندې کړې وې او مرګ پر ډیکټاټورشعارونه ورکول.

په لاریون کې د ګډونوالو د امنیت لپاره امنیتي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي وه .

په وروستیو کې د ایران په ډېرو ښارونو کې د کارګرانو د اعتراضونو راپورونه ورکړل شوي دي.

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو فعالانو ویلي چې د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا لږترلږه ۱۸۵ لاریون کوونکي وژل شوي چې په کې ۱۹ تنه ماشومان هم شامل دي