ريچارد بېنيټ افغانستان کې د خپل ماموريت له غځېدو هرکلی وکړ

ريچارد بېنيټ افغانستان کې د خپل ماموريت له غځېدو هرکلی وکړ

 

د افغانستان دبشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی  ریچارد بینیټ د خپل ماموریت له غځېدو خوښیي څرګنده کړه

ښاغلي بېنیټ پرون ( یکشنبه) د یوه ټويټ په خپرولو سره وویل ، له ټولو اړخونو سره به د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي .

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا  دا تېره جمعه ، په افغانستان کې د ریچارد بېنیټ ماموریت یوه بل کال ته هم وغځاوه.

د ملګرو ملتونو دبشري حقونو شورا وايي، بېنیټ به د بشري وضعیت د ارزونې سربېره د ماشومانو د حقونو او دغه راز د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت او راپور ورکولو چارو ته هم  به دوام ورکړي.