له دوې میاشتې ځنډ وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او ا.ا چارواکو دوحه کې سره لیدلي دي.
د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته، د دواړو لورو دا لومړی رسمي بحث دی چې په دوحه کې تر سره کیږي .
د سيانان د راپور له مخې په دې خبرو کې چې د شنبې په ورځ شوي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن او د ا.ا د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون کړی و.
د دې خبرو اترو ټول رسمي جزییات لا نه دي معلوم، خو سيانان د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکي، دواړو خواوو له ترهګرۍ سره په مبارزې بحث کړی دی.