افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د بېځایه شویو کورنیو د نه لاس رسي له وجې د ملګرو ملتونو اندېښنه

افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د بېځایه شویو کورنیو د نه لاس رسي له وجې د ملګرو ملتونو اندېښنه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې کډوال او بېځایه شوي تر ډېره له صحي خدماتو بې برخې دي او نړیوالي ټولنې مکلفې دي چې خلکو ته د بشري او روغتیايي اړتیاوو د رسولو په برخه کې خپل بې پرې توب وساتي.

دې ادارې پرون پر ټوېټر خبر ورکړ چې د پروان ولایت په مرکز چارېکار ښار کې یې د پخوانیو جګړو شاوخوا ۲۲۰۰ کورنیو ته یې بشري مرستې رسولې دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې په افغانستان کې د تېرو پنځو کلونو راهیسي د بېځایه شویو کورنیو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی او افغانستان  په نړۍ کې شپږم هیواد دی چې ډېربېځایه شوي وګړي لري.