د اورګاډي ادارې چارواکي وايي چې تېره اونۍ د هېواد د اورګاډي د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دې ادارې پرون د تلې ۱۶مه په یوه بیان کې ویلي چې په دې انتقالاتو کې یوازې ۳۳۷ ټنه بهر ته صادرات او پاتې ټول د نفتي او غیرنفتي موادو په ګډون واردات دي.
د اورګاډو ادارې ویلي دي چې د خواف هرات د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم چارې به هم تر دوو میاشتو پورې بشپړې شي
.
بیان زیاتوي چې ایران ژمنه کړې ده چې ژرترژره به له همدې لارې خپل انتقالات پیلوي