داسیایي ملتونو جام دغه پرونۍ لوبه د ۱۷ کلنو لوبغاړو ترمنځ په تاجکستان کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون ویاند فېروز مشعوف پرون رسنیو ته وویل چې د دې لوبې نتیجه هیله بخښونکې ده.
هغه وویل: “دا بریا په لومړي ګام کې زموږ لپاره ډېره هیله بخښونکې ده البته دې ته په پام سره چې له هر ګروپ څخه یوه لوبډله په مستقیم ډول غوره کېږي او موږ له یوې بریا سره د جدول په سر کې یو ځکه چې زموږ د ګولونو شمېر د تاجکستان په پرتله ډېردي.”
د دې لوبو په لړۍ کې به د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ له تاجکستان سره وي.
افغانستان که په دې لوبه کې مساوي هم شي بیا به هم د جدول په سر کې وي