د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې لیکلي، چاودنه دیوان بیګي سیمه کې د ملکیانو په یو کاسټر موټر شوې ده چې درې تنه یې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چاودېدونکي توکي د سړک غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي وه.
په دې وروستیو کې کابل نږدې هره ورځ د چاودنو شاهد وي چې درنه مرګ ژوبله لري.
دوې ورځې وړاندې د ا.ا د کورنیو چارو وزارت یو جومات دننه هم چاودنه وشوه، د نړیوالو رسنیو په وینا دا ځانمرګی برید و، چې ۴ تنه پکې ووژل شول.