د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤله وايي، د دې ټولنې غړي هېوادونه پر روسیې د بندیزونو د اتم پړاو په اړه موافقې ته ورسېدل.
جوزیپ بوریل پرون په یو ټویټ کې لیکلي، په دې بندیزونو به د روسیې صادرات او واردات، چې د ده په باور د ولادیمیر پوتین جنګي ماشین پیاوړی کوي، ډېر محدود شي.
ده دا هم وویل چې اروپا چټکې هڅې پیلې کړي تر څو د روسیې پر انرژۍ له اتکا خلاصه شي.
دا بنديزونه وروسته له هغه لګول کېږي چې روسيې د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې له خپلې خاورې سره ګډې کړې.