د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي، راتلونکې میاشت به په هرات او غور ولایتونو کې د ۸ کانونو قراردادونه لاسلیک کړي
د ښاغلی برهان په وینا د دغو کانونو د استخراج لپاره ۲۵۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې غور پرې روان دی
هغه دا هم وویل چې، د غوري د اوسپنې د کان د استخراج لپاره یې د کورني او بهرنیي شرکتونو څخه یې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي اود ګټونکي شرکت سره به ډېر ژر قرارداد لاسلیک شي
پر ا.ا نيوکه کیږي چې د کانونو په استخراج کې بېړه کوي چې ډېره يې ګټه افغانانو ته نه، بلکې ګاونډيو هېوادونو ته رسيږي