امریکايي چارواکي وايي، داسې شواهد نه لري چې د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړي چې ګنې روسیه به اوکرايین ته نږدې د جګړې په ډګر کې د اټومي تاکتیکي وسلو کارولو ته د تیارۍ په حال کې وي.
د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون د اکتوبر په( ۴مه) وویل: دې، په دې اړه چې روسیې ښايي تاکتیکي اټومي وسلې په اورګاډي کې لېږدولي وي، تر اوسه یوازې د ښکاره سرچینو په اساس راپورونه لیدلي.
هغې زیاته کړه چې د امریکا پوځ داسې څه نه دي لیدلي چې د خپلو اټومي وسلو په دریځ کې بدلون راولي.
د دې پوشتنې په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیرې وویل: چې متحدایالات د اټومي وسلو مسئلې ته په ډېر جدي نظر ګوري خو هغې زیاته کړه چې تر اوسه داسې نښې نه دي لیدل شوي چې روسیه به حتما په اوکرايین کې له اټومي وسلو کار اخلي