د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم، د پاکستان او بنګله دېش په وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو په لړ کې به دوه تمریناتي لوبې وکړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې د افغانستان ټیم د اکتوبر پر ۱۷مه د بنګله دېش او د اکتوبر پر ۱۹مه د پاکستان په وړاندې لوبې وکړي.
په اسټرالیا کې دغه شل اووره نړیوالې لوبې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه پیلېږي او د نوامبر میاشتې تر ۱۳مې دوام کوي.
افغانستان به خپله لومړنۍ رسمي لوبه د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان په وړاندې وکړي.