د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی دی، چې د پاکستان مالیې وزیر محمد اسحاق دار د کابل لپاره له خپل نوي سفیر عبید الرحمن نظاماني سره د ا.ا له حکومت سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا ټلیفوني خبرې کړي دي..
په راپور کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو ښو اړیکو ته په پام سره، اړتیا ده چې د دواړو لوریو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې هم پیاوړې شي.
د یوه کال له تېرېدو وروسته هم د پاکستان په ګډون، چې د ا.ا په ملاتړ تورن دی، د نړۍ یو هېواد هم د ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی