د کابل خونړي برید وروسته د هیواد په ځینو ولایتو کې لارینونه شوي

د کابل خونړي برید وروسته د هیواد په ځینو ولایتو کې لارینونه شوي

په کابل کې د جمعې د ورځې له خونړي ځانمرګي برید وروسته په تېرو دوو ورځو کې د پلازمېنې په ګډون په بامیان، غزني او هرات ولایتونو کې لارینونه شوي دي
معترضو ښځو چې تر ډېره یې تورې جامې اغوستې وې شعارونه ورکول چې: ” پوهنه زموږ حق دی، د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ!.”
په هرات او بامیانو کې د مظاهره کوونکو شمېر سلګونو ته رسېده، خو په غزني کې د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا یوازې جاغوري ولسوالۍ کې یوې ډلې مظاهره وکړه.
تر دې یوه ورځ مخکې د شنبې په ورځ په کابل کې څه باندې سل تنه پر ” کاج ” ښوونیز مرکز د وروستي خونړي برید د غندنې په پار سړکونو ته راووتل.
د برید وروسته پر ټویټر د هزارګانو د نسل وژنې د مخنیوي هشتګ هم رامنځته شو چې تر پرون پورې یې شمېر له نیم میلیون نه اوښتی و.
ملګري ملتونه وایي چې د جمعې ورځې په برید کې ۳۵ تنه ووژل شول او۸۰ تنه نور ټپيان شول.
مختلفو هېوادونو او بنسټونو دغه برید غندلی او دوی د اقلیتونو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو د لا امنیت غوښتنه کړې ده.
بل لور ته بیا ا.ا دغې پېښې ته د نړیوالو غبرګون غرضي بللی دی.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل له نړیوالوغوښتې چې افغانستان کې د پېښو په تړاو مسؤلانه چلند وکړي.
نوموړي ویلي دي: “ټولو بهرنیو اړخونو ته د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه له خواخوږۍ ها خوا له غیر مسؤلانه څرګندونو د ډډې کولو جدي سپارښتنه کوو. هر څوک چې نفاق ته لمن وهي زموږ له متحد ملت سره جفا، له اخلاقي پولو تېری او د خپلو نامشروع ګټو لپاره ناکامې هڅې کوي.”
پر کاج ښوونیز مرکز د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی، خو په تېر کې د داعش وسله‌والې ډلې د دغه ډول بریدونو پړه منلې ده