د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سره د پاکستان او د متحده ایالاتو د اړیکو د ۷۵مې کلیزې د نمانځلو پرمهال ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.
دا نمانځغونډه دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۶مه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
بلېنکن وویل: “موږ د تروریزم سره د مبارزې په اړه له نږدې کار کولو ته دوام ورکوو. موږ له دوه لسیزو جګړو وروسته د افغانستان په راتلونکې کې ګډه ونډه لرو. په دې کې هېڅ شک نه شته چې موږ (پاکستان او امریکا) خپل اختلافات درلودل، خو زموږ هدف یو دی، او په افغانستان او سیمه کې د خلکو لپاره باثبات او سوله ییز راتلونکی غواړو.”
امریکا داسې مهال له پاکستان سره په ګډه افغانستان کې د ثبات او ترهګرۍ ضد مبارزې اړوند څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا په ګډون د نړۍ اکثره هېوادونو پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی