د یوناما سرپرست مارکس پوټزل نن د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکوي
.د امنیت شورا غونډه به د افغانستان په وخت د مازدیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږي
.ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم د ښځو په وړاندي د ا.ا په پالیسیو نیوکې کړي او د افغانستان اوسني وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی دی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوري نظام له وخته پاتې شوي استازي نصیراحمد فایق په خپل ټوېټر باندې لیکلي د امنیت شورا په دې .ناسته کې به د خپل ملت غوښتنې او غږ پورته کړي