یو شمیر افغانې میرمنې له ملګرو ملتونو غواړي چې د ښځو د حقونو نقض ته دې جدي پاملرنه وکړي

یو شمیر افغانې میرمنې له ملګرو ملتونو غواړي چې د ښځو د حقونو نقض ته دې جدي پاملرنه وکړي

زرګونه هغه افغانې نجونې چې برخلیک یې لا هم معلوم ندی، تمه لري که د تعلیمی کال اخري میاشتي هم وي د دوی پر مخ دي د ښوونځي دروازې .پرانیستل شي.

همدارنګه ځینو میرمنو رسنیو ته وویل ، چې مخکې یې د افغانستان په عدلي او قضايي ادارو کې کار کاوه خو د ا.ا له راتګ سره له دندو لیرې کړل شوي .دي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ناوخته د یووالي او پیوستون ګروپ یو شمېر غړي هم د کابل په یو سرپټي ځای کې سره را ټولې شوې وې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي.

دغو مېرمنو همداراز له ا.ا امارته وغوښتل چې هغوی ته اجازه ورکړل شي چې بیرته خپلو دندو ته ولاړې شي.