د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، د ګوزڼ یا پولیو ضد د روان میلادي کال وروستی کمپاین به ۱۱ ورځې وروسته پیل شي.
په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه وايي، د پولیو راروان کمپاین د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې په عملي بڼه پیلیږي.په دې کمپاین کې به ۷ ملیونه ماشومان واکسین شي.”
سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې پېښې ثبتې شوي دي، خو په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې دي.