د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له ا.ا غوښتې چې په افغانستان کې هغو ترهګرو ډلو ته د فعالیت کولو اجازه ورنکړي چې پاکستان یا د سیمې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
هغه همدا ډول یوې کلنۍ خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ا.ا دې د نجونو پر پوهنې او د ښځو پر کار د بندیزونو د لرې کولو او د یوه ټولګډوني حکومت د جوړولو په برخه کې باید خپلې ژمنې پرځای کړي.
انتونیو ګوتېرېش د خبریالانو د پوښتنو ځواب کې وویل، افغانستان کې بېلابېل توکمونه اوسېږي او حکومت کې باید د ټولو توکمونو استازي شامل وي چې دا د ا.ا د اړیکو پر څرنګوالي مهم اغېز پرېباسي.
ښاغلی ګوتېرېښ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې نن د افغانستان په تړاو د کال وروستی درې میاشتنی رپوټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.