کابل کې پر نشه یي توکو د روږدي کسانو د درملنې لپاره مرکز جوړیږي

کابل کې پر نشه یي توکو د روږدي کسانو د درملنې لپاره مرکز جوړیږي

د ا.ا  د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات نشراتي مرستیال مهاجر فراهي پرون په څو ټوېټونو کې ویلي چې د دغه مرکز د جوړېدو کارونه نوي سلنه بشپړ شوي او د يوې میاشتې په موده کې به روږدې کسان په دې پنځه زره بستریز روغتون کې ځای پر ځای شي.

د هغه په خبره په دې مرکز کې به د معتادینو لپاره د درملنې ترڅنګ د بېلابېلو مهارتونو د روزنې امکانات برابر شي او هم به ورته دیني او عقیدوي زده کړې ورکړل شي.

د ښاغلي فراهي په خبره د یوې احصایې له مخې په افغانستان کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون  شاوخوا درې میلیونه کسان په نشه یي توکو معتاد دي.