د چین دولتي خبري اژانس سینهوا په افغانستان کې د چین د سفارت د یو چارواکي په حواله راپور ورکوي چې په کابل کې له پروني خونړي برید وروسته دغه هیواد وضعیت له نږدې څاري، او د لزوم په صورت کې به اقدام وکړي.
د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې لیکلي، چې پرهوټل د پرون ماښام بريد د درېيو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېدی.
هغه زياته کړې چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او کوم بهرنی وکړی پکښې ندی وژل شوی.
مجاهد د دوو بهرنیانو د ټپي کېدو خبره تایید کړې چې په خبره یې له کړکیو یې ځانونه ښکته اچولي وو.
د دې برید مسولیت د داعش خراسان ډلې منلی دی.